د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې د «وطن غږ» په نوم یوې نوې سیمهییزې خصوصي راډیو پر افام څپو خپل فعالیت پیل کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) ویلي، د یادې راډیو د نشراتو مدیر څرګنده کړې چې د دوی موخه د اسلامي او ملي ارزښتونو ترویج او د هلمند خلکو ته په دیني، ښوونیزو، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د بېلابېلو خپرونو وړاندې کول دي.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو امر د دغې راډیو د فعالیت پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا مهال په دغه ولایت کې ۲۴ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت کوي. نوموړي له رسنیو غوښتي چې په خپلو خپرونو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د اقتصادي ستونزو، پر رسنیو د لګېدلو محدودیتونو او سانسور له امله لسګونه رسنۍ، په ځانګړي ډول سیمهییزې راډیوګانو، خپل فعالیتونه درولي او یا هم تړل شوې دي.
لیکوال:سعید سمیر








