TOOSnews
اعلان
په مشهد كې افغان ښځو د طالبانو پر ضد اعتراض وكړ.
افغانستانټوس نیوز

په مشهد كې افغان ښځو د طالبانو پر ضد اعتراض وكړ.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یو شمېر غړو د مشهد په ښار کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې په طالبان له خوا په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو پر ضد خپل اعتراض څرګند کړی دی.

اعتراض کوونکو ښځو په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت پر خرابېدو سختې نیوکې کړي او د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او نیونو لړۍ یې وغندله.

دغو معترضو په ځانګړي ډول د هرات له ښځو او عامو خلکو سره د پیوستون اعلان کړی او له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو د خپلسرو نیونو، تاوتریخوالي او د اساسي حقونو د نقض د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

یوې معترضې ښځې ویلي: «حجاب پلمه ده، هغه څه چې په هرات کې روان دي له افغان ښځو سره ښکاره دښمني ده». بلې ګډونوالې زیاته کړې: «د هرات د ښځو درد زموږ شریک درد دی او موږ نه خاموشه کېږو».

په یوه ویډیويي صحنه کې لیدل کېږي چې دغه مېرمنې د «کار، ازادۍ او زده‌کړې» شعارونه ورکوي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.