TOOSnews
اعلان
د حقونو د څار بنسټ: د نجونو پر زده كړو د بنديز هره تېرېدونكې ورځ نه جبرانېدونكې ده.
افغانستانټوس نیوز

د حقونو د څار بنسټ: د نجونو پر زده كړو د بنديز هره تېرېدونكې ورځ نه جبرانېدونكې ده.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د حقونو څار بنسټ وايي، د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز دوام داسې زیانونه رامنځته کوي چې جبران یې ناشونی دی، او هره ورځ چې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې کېږي، د هغوی له راتلونکي څخه یوه نه راګرځېدونکې برخه له لاسه وځي.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اېکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان نجونې لا هم د یوه ټولګي، یوه کتاب او خپل راتلونکي په تمه دي.

یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د زده‌کړو د دوامداره محرومیت پر وړاندې چوپه پاتې نه شي او د نجونو د زده‌کړو د حق د خوندي کېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د افغانستان د حقونو څار بنسټ همدارنګه له ټولو اړوندو لوریو غوښتنه کړې چې نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو زمینه برابره او د زده‌کړو اساسي حق یې خوندي کړي.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وځنډولې او وروسته یې د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګاوه. له هغه راهیسې پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې ګڼ نور محدودیتونه هم نافذ شوي دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی اعلان کړی، خو ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي هېوادونو او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د نجونو له زده‌کړو محرومیت د افغانستان پر راتلونکي، اقتصادي ودې او بشري وضعیت ژورې منفي اغېزې لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.