TOOSnews
اعلان
تورخم كې له ٨ مياشتو وروسته ۱۶۰۰ بندو پاكستاني موټرو ته د تګ اجازه وركړل شوه.
اقتصاديټوس نیوز

تورخم كې له ٨ مياشتو وروسته ۱۶۰۰ بندو پاكستاني موټرو ته د تګ اجازه وركړل شوه.

۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په پېښور کې د طالبانو د کونسلر او پاکستاني چارواکو تر منځ په شوې کتنه کې پرېکړه وشوه چې شاوخوا ۱۶۰۰ هغه پاکستاني بار وړونکي موټر چې نږدې اته مياشتې له تګ راتګ څخه درول شوي وو، د افغانستان–پاکستان پر پوله د تګ اجازه ورکړل شي.

د پرېکړې له مخې، د ورځې مهال وېش هم ټاکل شوی دی؛ له سهار ۸ بجو څخه تر ماسپښين ۲ بجو پورې به دغه پاکستاني موټر د تورخم پوله له لارې پاکستان لوري ته اوړي. همدارنګه له ۲ بجو څخه تر ماښام ۸ بجو پورې به له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ګډ بار وړونکې لارۍ هم د تګ اجازه ولري.

پاکستاني رسنیو د دې ناستې انځورونه خپاره کړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې ايا په بدل کې به د افغانستان بندو سوداګريزو لارو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي او که نه.

دغه پرمختګ وروسته له هغې مهم بلل کېږي چې نږدې اته مياشتې د طالبانو او پاکستان تر منځ رسمي سوداګري ځنډېدلې وه او د دواړو لورو د اړيکو د ښه کېدو لپاره يو مثبت ګام ګڼل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.