په افغانستان کې د طالبانو د پرلهپسې نښتو او وروستیو مدني لاریونونو د زیاتېدو په ترڅ کې، چې د حجاب د مراعت په پلمه د ښځو د نوې څپې نیونو وروسته رامنځته شوي، او همدارنګه په هرات کې د وروستیو ناآرامیو له امله، د طالبانو د هرات والي نوراحمد اسلامجار کابل ته تللی دی.
د هرات د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوراحمد اسلامجار د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی او ټاکل شوې چې له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره وګوري او خبرې وکړي.
که څه هم ځینې څارونکي دا سفر د هرات له وروستیو امنیتي بدلونونو او تاوتریخوالي سره تړلی بولي، خو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې د دې سفر هدف د اقتصادي او بنسټیزو مسایلو څارنه ده.
د اعلامیې له مخې، په کابل کې د والي د لیدنو اصلي محور د لویو اقتصادي پروژو د پرمختګ څارنه، د هرات د صنعتي ښارګوټي پراختیا، او د ترانسپورټ او سوداګرۍ په برخه کې د موجودو ستونزو حل دی.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د اسلامقلعې له لارې د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي او د ګمرکي بهیرونو د ښه والي موضوعات هم په اجنډا کې شامل دي، څو سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
هرات تېره اونۍ د طالبانو پر ضد د دوو احتجاجي غونډو شاهد و. دا اعتراضونه د حجاب د مراعت په پلمه د ښځو د پراخې نیونې وروسته پیل شول او د سیمهییزو سرچینو په وینا، د طالبانو د ځواکونو له خوا وځپل شول.
له دې پېښو وروسته، طالبانو د هرات په بېلابېلو برخو کې پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي.
په همدې مهال، د افغانستان د آزادۍ جبهې پرون اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د هرات د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» ریاست باندې برید کړی دی. دغه جبهه ادعا کوي چې په دې برید کې درې طالب غړي وژل شوي دي.
نوراحمد اسلامجار مخکې ویلي وو چې په هرات کې د طالبانو د غوښتل شوي حجاب د مراعت کچه په څرګند ډول کمه شوې ده. هغه همدارنګه نیول شوې ښځې «رواني او شرعي ناروغانې» بللې وې او ویلي یې وو چې له ښاره د هغوی د راټولولو امر ورکړل شوی دی.
د طالبانو چارواکو تر اوسه پورې د هرات د والي کابل ته د سفر او د وروستیو امنیتي پېښو ترمنځ د احتمالي تړاو په اړه څه نه دي ویلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








