د غزني ولایت سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی چې د افغانستان-اسټرالیا تابعیت لرونکی وګړی محمدعلي عطایي د دې ولایت د جاغوري ولسوالۍ په سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، ښاغلی عطایي له څو کلونو راهیسې په اسټرالیا کې اوسېده او په دې باور چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی، خپل پلرني ټاټوبي ته د جاغوري ولسوالۍ د بابه کلي ته راستون شوی و.
سرچینې وایي چې نوموړی دوه ورځې وړاندې د ناپېژنده وسلهوالو د ډزو هدف ګرځېدلی او د همدې برید له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د شته معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د دې وژنې اصلي لامل او د عاملینو هویت نه دی څرګند شوی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د پېښې د څرنګوالي او اړوندو جزئیاتو په اړه کومې رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د هېوادوالو او هغو کسانو د امنیت په اړه اندېښنې لا هم شته، کوم چې له کلونو بهرني ژوند وروسته بېرته افغانستان ته ستنېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








