د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، وروستۍ هغه پېښې چې په هېواد کې د مرګژوبلې او مالي زیانونو لامل شوې، په ژوره اندېښنه او خواشینۍ سره تعقیبوي.
غني په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، د هرات وروستي پېښې چې پکې له ښځو سره تاوتریخجن چلند شوی، سخت متأثر کړی دی. نوموړي همداراز د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي. هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
د پخواني ولسمشر په وینا، افغانستان له ډېرو سیاسي او ټولنیزو لوړو ژورو وروسته داسې پړاو ته رسېدلی چې د «مرګ او ژوند ملي دوهلارې» په څېر حالت لري او د دې وضعیت اساسي لامل یې د مشروعیت بحران دی.
اشرف غني ټینګار کړی چې د هېواد د اوسني وضعیت د بدلون لپاره د ټولیز عقل، ګډو هڅو او ملي همغږۍ اړتیا شته، څو افغانستان بېرته سم لوري ته راوګرځول شي.
هغه د تلپاتې سولې موضوع د افغانستان له مهمو اړتیاوو بللې او پوښتنه یې کړې چې آیا د یوې ډلې د ارادې په تحمیل سره سوله راتلای شي، که د ټولو افغانانو ګډ کار، یووالی او ملي اجماع د دې هدف د ترلاسه کولو یوازینۍ لار ده.
غني زیاته کړې چې افغانان باید د الله تعالی په توکل او د ګډ عقل پر بنسټ د تلپاتې سولې د موندلو لپاره هڅې وکړي؛ داسې سوله چې هم د هېواد دننه او هم له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د دوامدار ثبات او هوساینې زمینه برابره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








