پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له شاوخوا شپږو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا د خپلو پاډکاسټونو لړۍ پیل کړې ده. نوموړي ویلي چې دغه لړۍ یې د ځینو معلومو دلایلو له امله درولې وه.
غني، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته په عربي متحده اماراتو کې مېشت دی، د افغانستان د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د غږیزو پاډکاسټونو لړۍ پیل کړې وه. خو د هغه دغه لړۍ د ۲۰۲۵ کال د نومبر له میاشتې راهیسې درېدلې وه.
پخواني ولسمشر مخکې ویلي وو چې په عربي متحده اماراتو کې پر ده د لګېدلو محدودیتونو له امله یې د پاډکاسټونو خپرول بند شوي وو. د نوموړي وروستی پاډکاسټ د ۲۰۲۵ کال د نومبر په شپږمه نېټه خپور شوی و.
محمد اشرف غني د پنج شنبې په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې یو ځل بیا له هېوادوالو سره د خبرو او اړیکو امکان ورته برابر شوی او له همدې امله یې د پاډکاسټونو لړۍ بېرته پیل کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








