د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د دې جبهې ځواکونو د جمعې په ماښام د غبرګولي ۲۲مه د هرات ښار د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دروازې مخې ته د طالبانو د دغې ادارې د غړو پر یوه غونډه برید کړی دی.
دې جبهې په یوه پیغام کې چې په اېکس (X) ټولنیزه شبکه کې یې خپور کړی، ویلي چې دا عملیات د ځايي وخت له مخې شاوخوا د شپې په ۱۰ بجو ترسره شوي، چې په پایله کې یې د طالبانو د امر بالمعروف ۳ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې تر دې وړاندې هم د طالبانو د امر بالمعروف ادارې غړي او اړوند مرکزونه د خپلو هدفونو په توګه یاد کړي وو. دې جبهې ویلي چې وروستی برید هم د همدې تګلارې په دوام ترسره شوی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې سیاسي مشر داوود ناجي له افغانستان انټرنیشنل سره په خبرو کې د دې عملیاتو په اړه ویلي: «و مو ویل او عملي مو کړل.»
دې جبهې همدارنګه د دې برید یوه ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي چې دا عملیات په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو د ځورونې او د ولسي اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د ازادۍ جبهې د هرات ښار له خلکو غوښتي چې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره د طالبانو له نظامي وسایطو او د ځواکونو له غونډو لرې پاتې شي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکواله:سلیمه آریایي








