د طالبانو مخالفې ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت د زېباک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او په ځوابي عملیاتو کې یې پنځه طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نښته د دوشنبې شپې (د زمري ۵مه) شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې طالبانو پر دوی برید وکړ. د خبرپاڼې له مخې، د ازادۍ جبهې ځواکونو له دوو لورو ځوابي عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې طالبان شاتګ ته اړ شول.
ازادۍ جبهه وایي، په دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته هېڅ ډول مرګژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شپږو وزارتونو د لاسته راوړنو د وړاندې کولو په غونډه کې ویلي، د طالبانو ځواکونه پیاوړي دي او د وروستیو امنیتي پېښو عاملین یې په ۲۴ ساعتونو کې له منځه وړي دي. که څه هم نوموړي د کومې ځانګړې پېښې یا ځای نوم وانهخیست، خو څرګندونې یې د بدخشان وروستیو پېښو ته اشاره بلل کېږي.
مجاهد ویلي: «په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم داسې پېښې کېږي. زموږ ځواکونه ژمن دي او په اړتیا سره د ستونزو د مخنیوي لپاره اقدام کوي. په وروستیو کې ځینې ستونزې رامنځته شوې وې، خو په ۲۴ ساعتونو کې یې مخه ونیول شوه او عاملین یې له منځه یوړل شول.»
تر اوسه طالبانو د ازادۍ جبهې د ادعاوو په اړه په جلا توګه غبرګون نه دی ښودلی، او د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
لیکوال:سعید سمیر








