TOOSnews
اعلان
په يوه ورځ ٨٢٩ افغان كډوالې كورنۍ له ايران او پاكستانه هېواد ته ستنې شوي.
افغانستانټوس نیوز

په يوه ورځ ٨٢٩ افغان كډوالې كورنۍ له ايران او پاكستانه هېواد ته ستنې شوي.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) ۸۲۹ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټول ۴۴۱۵ کسان کېږي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکي کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارو هېواد ته دننه شوي دي.

د راپور له مخې، له ټولو راستنو شویو کورنیو څخه ۷۱۲ کورنۍ د تورخم، ۷۳ کورنۍ د سپین بولدک، ۴۱ کورنۍ د ورېښمو پله او ۳ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي.

کمېسیون ویلي، له راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ لومړنۍ مرستې هم ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د جولای له لسمې وروسته یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د جولای تر ۱۱مې پورې یوازې په اوو ورځو کې نږدې ۶۲۰۰ افغانان له پاکستان څخه په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لا هم له یو میلیون څخه ډېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان وایي، د بې‌اسناده بهرنیانو د ایستلو پالیسي یې د امنیتي اندېښنو او د وسله‌والو بریدونو له زیاتېدو وروسته عملي کړې ده. اسلام‌اباد ادعا کوي چې ځینې وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.