TOOSnews
اعلان
په هرات او کابل کې د اعتراضونو له بلنو وروسته د طالبانو د ځواکونو لخوا پراخ او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.
افغانستانټوس نیوز

په هرات او کابل کې د اعتراضونو له بلنو وروسته د طالبانو د ځواکونو لخوا پراخ او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د لاریونونو د ترسره کولو د هغو بلنو په تعقیب چې د ښځو د نیولو پر ضد خپرې شوې وې، د هرات او کابل ښارونه د جمعې په ورځ د طالبانو د پراخ امنیتي حضور او سختو تدابیرو شاهد وو. ځايي سرچینې وایي چې دې وضعیت د خلکو په تګ راتګ کې د پام وړ کموالی راوستی، د بازارونو یوه برخه یې تړلې ده او د عامو خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د هرات له راپورونو سره سم، د طالبانو ځواکونه د پنجشنبې له ماښام څخه د ښار په بېلابېلو او مهمو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو. ځايي سرچینې وایي چې پوځي موټرونه، درنې وسلې او ځانګړي ځواکونه د ښار په یو شمېر مهمو برخو کې په پراخه کچه موجود وو.

عیني شاهدان وایي چې د ولایت مقام ته تلونکي سړکونه، د معارف څلورلاری، د ورزشي لوبغالي شاوخوا او د محبس سړک د جمعې په ورځ د خلکو پر مخ تړل شوي وو. همدارنګه د طالبانو ځواکونو د تلاشي پوستو په جوړولو سره لاره تلونکي خلک تلاشي کول او دولتي ودانیو ته نږدې د خلکو د راټولېدو مخه یې نیوله.

د هرات یوه اوسېدونکي ویلي چې د ښار فضا ډېره امنیتي شوې او طالبان د ښار مرکزي سیمو ته د خلکو د نږدې کېدو مخه نیسي. د هغه په وینا، د هر ډول لاریون هڅه د ځای پر ځای شویو ځواکونو له فوري غبرګون سره مخ کېږي.

ځايي سرچینې همدارنګه د دې وضعیت د خلکو پر ورځني ژوند اغېز ته اشاره کړې ده. د هغوی په وینا، یو شمېر نانوایانې تړلې وې او د خلکو د کم حضور له امله، په ځانګړې توګه د ښځو، د ښار ډېری بازارونه له بې‌ساري رکود سره مخ شوي وو.

دا بدلونونه تر هغې وروسته رامنځته شوي چې طالبانو تېره سې شنبې د هرات د جبریل سیمې د یو شمېر اوسېدونکو هغه د اعتراضي غونډې چې د نجونو د نیولو په غبرګون کې جوړه شوې وه،پر وړاندې مقاومت وکړ او غونډه یې سره خوره کړه.

په کابل کې هم د ښار لوېدیځ دشت برچي سیمه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راغلې وه. د خلکو له لوري لېږل شوي ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او یو شمېر لارویان یې درولي او پلټلي دي.

د دغې سیمې ځینو ښځو ویلي چې امنیتي فضا او د وسله‌والو ځواکونو پراخ حضور د دې لامل شوی چې ډېرې ښځې او نجونې له عامه ځایونو د تګ څخه ډډه وکړي او د دشت برچي سړکونه د عادي ورځو په پرتله ډېر تش ښکاري.

راپورونه همدارنګه د بلخ ولایت په اړه وایي چې د هرات وروستیو پېښو د مزارشریف پر عمومي فضا هم اغېز کړی دی. ځايي سرچینې وایي چې په عامه ځایونو کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، حضور کم شوی او د ښار یو شمېر مهم بازارونو خپل فعالیتونه درولي دي.

د مزارشریف اوسېدونکي هم د روضې شاوخوا سیمو د تشوالي او د ښار په بېلابېلو برخو کې د تګ راتګ د پام وړ کمېدو خبر ورکوي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په هرات، کابل او بلخ کې د پراخو امنیتي تدابیرو او د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.