د هرات سیمهییزو چارواکو د پښتون بند د سرحدي سړک د ابتدایي سروې د پیل خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، دا پروژه د هرات د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست له خوا تطبیق کېږي او تمه ده چې د تخنیکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د دې لارې د قیر اچولو کار پیل شي.
سیمهییز چارواکي وایي چې د دې پروژې تطبیق د پراختیايي پروګرامونو یوه برخه ده چې هدف یې د هرات د سرحدي سیمو د زیربناوو ښه کول دي او کولی شي د دغو سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ په اسانه کولو کې مهم رول ولوبوي.
د چارواکو په وینا، د دې سړک له بشپړېدو او قیر اچولو وروسته به د سیمې اوسېدونکي د خدماتي مرکزونو، بازارونو او مواصلاتي لارو ته ښه لاسرسی ولري او د سرحدي سیمو ترمنځ به د تګ راتګ اسانتیاوې لا زیاتې شي.
د پښتونبند اوسېدونکو له کلونو راهیسې د دې لارې د بیارغونې غوښتنه کړې وه او د سروې پیل د دې غوښتنې د عملي کولو لومړنی ګام ګڼل کېږي.
سیمهییزو چارواکو ټینګار کړی چې د سروې له بشپړېدو او د تخنیکي طرحې له چمتو کېدو وروسته به د پروژې نور پړاوونه د پلان له مخې پیل شي. دا پروژه د هغو زیربنايي طرحو له ډلې ده چې هدف یې د ترانسپورټي شبکې ښه کول او د هرات ولایت په سرحدي سیمو کې د لاسرسي کچه لوړول بلل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








