کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې مولوي محمد خالد یې د دغه ښار د تنظيف رياست د نوي فني مرستيال په توګه ټاکلی دی.
د کابل ښاروالۍ په وینا، د نوموړي په ټاکل کېدو سره به د ښار د پاکوالي او تنظیفي خدمتونو د چارو د ښه تنظیم او کیفیت د لوړولو هڅې پیاوړې شي.
خو له بلې خوا، یو شمېر کابل ښاریان نیوکه کوي چې ښاروالۍ ترې د تنظيف مالیات اخلي، خو په بدل کې یې د پاکوالي خدمتونه د دوی د تمې مطابق نه دي. دوی غوښتنه کوي چې د ښار د کثافاتو راټولولو او تنظیفي چارو ته دې عملي پاملرنه وشي.
لیکوال سعید سمیر








