میرویس عزیزي، د عزیزي انرژۍ شرکت رئیس، اعلان کړی چې په افغانستان کې د برېښنا د تولیدي پروژو د عملي کېدو د بهیر د ارزونې او څېړنې په موخه یې کابل ته یو ورځنی کاري سفر کړی دی. د هغه په وینا، دغه پروژې په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروګرام په چوکاټ کې د عزیزي انرژۍ شرکت له لوري پلي کېږي.
ښاغلي عزیزي د خپل سفر پر مهال، د عزیزي انرژۍ شرکت له تخنیکي او اجرایي ټیمونو سره د لیدنې ترڅنګ، د افغانستان د حکومت له یو شمېر چارواکو، په ګډون د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، سره هم وکتل او د پروژو د پرمختګ بهیر یې ورسره وڅېړه.
په هغه غونډه کې چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د هغه په کاري دفتر کې ترسره شوه، د اړوندو دولتي ادارو یو شمېر وزیرانو، معینانو او مسؤلینو هم ګډون کړی و. په غونډه کې د کابل، پروان او غزني ولایتونو کې د روانو پروژو د پرمختګ راپور وړاندې شو او د دغو پروژو وروستی وضعیت وارزول شو.
همداراز، په دې غونډه کې د راتلونکو پروژو د چمتووالي، د طرحو د عملي کېدو د راتلونکو پړاوونو او د دولتي ادارو او د عزیزي انرژۍ شرکت د ټیمونو ترمنځ د همکارۍ د اړتیاوو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. ګډونوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولیدي پروژو د پرمخ وړلو لپاره د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








