د جمهوریت پر مهال د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان ویلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې یوازې د خپل جنسیت له امله له تبعیض، دوامدار نفرت او پرلهپسې ظلم سره مخ دي.
نوموړې په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د «ځمکې پر مخ دوزخ» ته ورته شوی او د هغوی اساسي حقونه تر پښو لاندې کېږي.
نرګس نهان ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو غږ پورته کړي، د هغوی د وضعیت په اړه پوهاوی زیات کړي او د طالبانو له چارواکو د حساب غوښتنې بهیر ته دوام ورکړي.
هغې زیاته کړې: «تر ټولو لږ کار چې کولای شو دا دی چې د هغوی غږ شو، نړۍ د هغوی له وضعیت خبره کړو او د طالبانو پر وړاندې د حساب غوښتنه روانه وساتو، څو دا وضعیت عادي ونه ګڼل شي.»
د هغې په وینا، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه او فشارونه باید هېر نه شي او نړیواله پاملرنه ورته دوام ومومي.
لیکوال:سعید سمیر








