د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د تګاب تخت، ګلورز او ګواخ له حوزو څخه استخراج شوي د سکرو زېرمې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د پلور په موخه وړاندې کېږي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، دغه سکاره لوړ کیفیت لري او د تودوخې ارزښت یې له ۷۰۰۰ GCV څخه زیات دی. ویل شوي چې د ټیټو تعرفو او مالیاتو په تطبیق سره دا سکاره بازار ته عرضه کېږي، څو د تولیدي لګښتونو په کمولو او د صنعتي فعالیتونو په وده کې مرسته وکړي.
همداراز شرکت زیاته کړې چې د لېږد او تسلیمۍ بهیر لپاره ځانګړې آسانتیاوې رامنځته شوي دي، څو د پیرودونکو لپاره پروسه لا چټکه او منظمه ترسره شي.
لیکوال:سعید سمیر








