TOOSnews
اعلان
د افغانستان به ختيځ او سوېل ختيځ كې د سختو ورښتونو احتمال.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان به ختيځ او سوېل ختيځ كې د سختو ورښتونو احتمال.

۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د هواپوهنې ادارې د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ به نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونه د سختو ورښتونو له خطر سره مخ وي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.

هواپوهنې ادارې همداراز د هېواد په یو شمېر مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو سیمو کې د دوړو او خاورو له طوفانونو سره د مل تندو بادونو د لګېدو احتمال هم ښودلی چې چټکتیا یې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت کې اټکل شوې ده.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د سختو ورښتونو، سېلابونو او تندو بادونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د سیندونو او خوړونو څنګ ته اوسېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.