د ډاکتر احمد الیاس حیدریان کورنۍ، چې د کابل ښار اوسېدونکي دي، وايي چې نوموړی پنځه ورځې وړاندې نادرکه شوی او تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري. د کورنۍ د غړو په وینا، د هغه د موندلو هڅې تر اوسه کومه پایله نه لري.
د ډاکتر حیدریان مېرمنې رسنیو ته د هغه معلومات او انځور لېږلي او ویلي یې دي چې د دغه ډاکتر یو ملګري پنځه ورځې وړاندې نوموړی د کابل ښار په کوټهسنګي سیمه کې لیدلی و، خو له هغه وخت راهیسې یې هېڅ خبر نه دی ترلاسه شوی.
د کورنۍ په وینا، د طالبانو چارواکو تر اوسه د ډاکتر احمد الیاس حیدریان د نادرکه کېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د هغه د وضعیت یا احتمالي ساتلو ځای په اړه هم کوم جزیات نه دي خپاره شوي.
په همدې حال کې، سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی چې د یکشنبې سهار،د طالبانو ځواکونو د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د حمید خراساني ورور د نامعلومو دلایلو له امله نیولی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې د دې پېښې او د ډاکتر حیدریان د نادرکه کېدو ترمنځ کومه اړیکه شته که نه.
توس نیوز په خپلواکه توګه د دغو راپورونو جزیات نه شي تاییدولای او په دې اړه د طالبانو د چارواکو د نظر ترلاسه کولو هڅه کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








