په کندهار کې ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” ادارې محتسبانو په وروستیو ورځو کې د نارینه وو د ظاهري بڼې، په ځانګړي ډول د ږیرې، څارنه او کنټرول لا سخت کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، د دې اقداماتو پر مهال یو شمېر کسان نیول شوي او تر پوښتنو لاندې راغلي دي.
رسنیو ته د رسېدلو راپورونو له مخې، ځینې له نیول شوي کسان تر پوښتنو وروسته محلي توقیفخونو او زندانونو ته لېږدول شوي دي. سرچینې وایي چې دا اقدامات د ښار په کچه، بازارونو او عامه سړکونو کې په ورځني ډول ترسره کېږي.
د کندهار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایي چې د طالبانو محتسبان هره ورځ لسګونه ځوانان دروي او د هغوی د ږیرې، جامو او نورو شخصي چارو په اړه پوښتنې کوي. د هغوی په وینا، دې حالت د خلکو ترمنځ د اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.
د کندهار یو اوسېدونکی وایي چې خلک د ږیرې د لنډولو یا خرېیلو له امله نیول کېږي او کله ناکله ساعتونه یا ورځې په بند کې ساتل کېږي. هغه دا چلند د انساني کرامت او ټولنیزو ارزښتونو خلاف ګڼي.
یو بل ځوان هم ویلي چې د طالبانو ځواکونه موټرونه او موټرسایکلونه دروي او حتی هغه کسان هم پوښتي چې له کورنۍ سره په تګ راتګ کې وي. د هغه په وینا، ځینې وختونه دا چلند د ځورونکو خبرو سره مل وي.
د کندهار یوه هتۍ وال هم ویلي چې د محتسبانو چلند له خلکو سره سپکاوی دی او د هغه په باور، د ظاهري مسایلو حل باید د پوهاوي له لارې وشي، نه د نیولو او فشار له لارې.
په ټوله کې د کندهار اوسېدونکي ټینګار کوي چې په هر ډول څارنیزو پروسو کې باید د وګړو اساسي حقونه، انساني کرامت او اخلاقي اصول مراعت شي او له کړکېچ رامنځته کوونکو چلندونو څخه ډډه وشي.
لیکواله:سلیمه آریایي








