TOOSnews
اعلان
سرچینې: طالبانو یو پخوانی پوځي پر سرحدي پوستې د برید په تړاو تورن کړی.
افغانستانټوس نیوز

سرچینې: طالبانو یو پخوانی پوځي پر سرحدي پوستې د برید په تړاو تورن کړی.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچينې په بدخشان ولايت کې وايي چې طالبانو په خواهان ولسوالۍ کې پر خپلې سرحدي پوستې له وسله‌وال بريد وروسته، يو پخوانی پوځي او يو شمېر ځايي اوسېدونکي نيولي دي. د سرچينو په وينا، دغه کسان د طالبانو پر يوه سرحدي کنډک له ترسره شوي برید څخه وروسته نیول شوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، نيول شوی پخوانی پوځي جهانګير رحماني نومېږي او د خواهان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. طالبانو هغه پر خپل سرحدي کنډک، په شوي بريد کې په لاس لرلو تورن کړی.

سرچينې وايي، جهانګير رحماني د جمهوري نظام پر مهال په بدخشان ولايت کې د پوليسو د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله. د هغه د خپلوانو په حواله ويل شوي چې رحماني د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته له هېڅ کومې سياسي يا پوځي ډلې سره اړيکې نه لرلې او په وروستيو کلونو کې په خپلو شخصي کارو بار بوخت و.

تېره ورځ سهار يو شمېر رسنيو د ځايي سرچينو له قوله راپور ورکړ چې د طالبانو يو سرحدي کنډک په خواهان ولسوالۍ کې د راکټي بريد هدف ګرځېدلی دی. تر اوسه هېڅ ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی او طالبانو هم د پېښې په اړه رسمي جزييات نه دي خپاره کړي.

ځايي سرچينې همداراز وايي چې طالبانو د دې پېښې په تړاو د خواهان ولسوالۍ يو شمېر نور ملکي وګړي هم نيولي دي. تر اوسه د نيول شويو کسانو کره شمېر او د هغوی برخليک نه دی څرګند شوی.

بدخشان ولايت په وروستيو اوونيو کې د امنيتي پېښو له ګڼو بدلونونو سره مخ شوی دی. ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو ترمنځ کورني اختلافاتو او د وسله‌والو نښتو زياتېدو، دغه ولايت له امنيتي ننګونو سره مخ کړی دی.

همداراز، د خپرو شويو راپورونو له مخې، د طالبانو د ځايي قوماندان جمعه‌خان فاتح ترمنځ له شاوخوا يوې مياشتې روانو اختلافاتو وروسته، دوه ورځې وړاندې د بدخشان ولايت مرکز ته څېرمه د يفتل پايين ولسوالۍ د «سپاهيان ميهن» جبهې لاس ته ولوېده. په دغو راپورونو کې ويل شوي چې طالبانو د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د خپل پوځ لوی درستيز له کابله بدخشان ته لېږلی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.