د بيبي صديقې، هغه ۱۲ کلنه نجلۍ چې شاوخوا ۲۱ مياشتې کېږي د طالبانو په زندان کې ساتل کېږي د کورنۍ نږدې سرچينې وايي چې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دې ډلې چارواکو د دې دوسیې د پای ته رسولو لپاره یو وړانديز مطرح کړی دی. د دغه وړاندیز له مخې، دا نجلۍ به د درېیو ورځو لپاره له خداینظر سره، هغه کس چې ادعا کوي له هغې سره یې واده کړی په نکاح کې شي.
د دغو سرچینو په وینا، دا وړاندیز د بالامرغاب لپاره د طالبانو د ولسوال له لوري شوی او موخه یې د مدعي د رضایت جلبولو له لارې د جنجال پای ته رسول ښودل شوي دي. خو د بيبي صدیقې کورنۍ دا وړاندیز په بشپړ ډول رد کړی او دا یې د عدالت، قانون او انساني کرامت پر خلاف کار بللی دی.
د دغې نجلۍ د خپلوانو له خوا د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، بيبي صدیقې په ۱۲ کلنۍ کې له هغې سره د واده په اړه د خداینظر ادعا ونه منله او بار بار یې ټینګار کړی چې د خپلې خوښې خلاف اجباري واده ته غاړه نه ږدي. له دې سره سره، طالبانو د هغې پر ضد دوسیه جوړه کړه او دا ماشومه له شاوخوا ۲۱ میاشتو راهیسې په زندان کې ساتل کېږي.
سرچینې وايي، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کورنۍ له خوا د دې دوسیې له رسنیز کېدو وروسته، طالبانو اعلان وکړ چې د دوی محکمه به سمدستي دې موضوع ته رسېدنه وکړي. له دې سره سره، د بيبي صدیقې کورنۍ وايي چې تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او د دوسیې د څېړلو لپاره هېڅ پلاوی نه دی ټاکل شوی.
د سرچینو په وینا، د ورکړل شویو ژمنو خلاف، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو ادارې د کورنۍ غړي، د سیمې مشران او ځایي اوسېدونکي تر فشار لاندې راوستلي دي. دغه راز، د دوی په وینا، د موریچاق کلي یو شمېر ځوانان هم د دې دوسیې په تړاو نیول شوي دي.
د بيبي صدیقې کورنۍ وايي د طالبانو مسؤلینو له دوی غوښتي چې «صدیقه د درېیو ورځو لپاره د خداینظر په نکاح کړي» او بیا دې جنجال د خبرو اترو او د دواړو لورو د رضایت له لارې حل او فصل شي. سرچینې دا هم وايي چې د نجلۍ د کورنۍ د رضایت جلبولو لپاره د پیسو ورکولو وړاندیز هم شوی دی.
د کورنۍ په وینا، د طالبانو د محکمو له خوا د ضمانت په بدل کې د بيبي صدیقې د ازادولو د پخوانیو حکمونو له صدور سره سره، هغه لا هم په زندان کې ساتل کېږي. دوی له رسنیو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د دې دوسیې پوښښ ته دوام ورکړي ترڅو د دغې نجلۍ وضعیت له یاده ونه وځي.
هغه اسناد چې د رسنیو په واک کې ورکړل شوي، ښیي چې په لوېدیځ زون کې د طالبانو د سترې محکمې قضايي مرستیالۍ په یوه رسمي مکتوب کې د ضمانت په بدل کې د بيبي صدیقې د ازادولو دستور ورکړی دی. له دې سره سره، د هغې کورنۍ وايي چې د ضمانت له ورکولو سره سره دا حکم تر اوسه نه دی پلي شوی او هغه ان یوه ورځ هم له زندانه نه ده ازاده شوې.
په بل مکتوب کې چې یوه نسخه یې رسنیو ترلاسه کړې، د طالبانو محکمې د کورنۍ له غوښتنې وروسته، یو ځل بیا د ضمانت په بدل کې د بيبي صدیقې د ازادولو پخوانی حکم تائید کړی دی. د دغو دوو حکمونو له صدور سره سره، کورنۍ وايي چې د طالبانو سیمهییزو مسؤلینو تر اوسه د هغه له پلي کولو ډډه کړې او دا نجلۍ لا هم په زندان کې ده.
په ورته وخت کې، د بشري حقونو یو شمېر فعالان وايي چې د طالبانو له خوا د «تفریق زوجین اصوال نامې» توشېح کول د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو لامل کېدای شي. د دوی په وینا، د دې اصولنامې پنځمه ماده د هغو نجونو په نکاح کې چې بلوغ ته نه وي رسېدلې، پلار او نیکه ته ځانګړي واکونه ورکوي.
د دې اصولنامې د متن له مخې، که د پلار یا نیکه خپلو تحمیلي شرایطو رعایتولو سره د ماشوم نکاح وکړي، نکاح معتبره ګڼل کېږي؛ خو کس بلوغ ته له رسېدو وروسته د نکاح د فسخ کولو د غوښتنې حق لري او دا موضوع باید د محکمې د حکم له لارې ترسره شي.
تر دې وړاندې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) هم د دې اصولنامې خپرېدو ته په اندېښنې ښودلو سره ویلي وو چې دا مقرره، چې د مېرمنو او خاوندانو ترمنځ په جلاوالي بحث کوي، د افغان ښځو او نجونو د حقوقو د کمزوري کولو په لور بل ګام دی او په قانون او عمل کې د دوی پر وړاندې سیستماتیک تعصب نور هم غښتلی کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








