TOOSnews
اعلان
طالبان: په هرات كې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان: په هرات كې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات په برخه کې د ټاپي (ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند) د طبیعي ګازو نللیکې پروژې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې مهاله د پروژې ۱۲۷ کیلومتره مسیر چمتو، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ۳۶ کیلومتره یې تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومتره نللیکې لېږد بشپړ شوی دی. همداراز، د هرات لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي او یوې خصوصي کمپنۍ د شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

د وزارت په وینا، که دغه پانګونه عملي شي، درې زره کسانو ته به مستقیم او شاوخوا ۷۰ زره نورو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا مهال په ټاپي پروژه کې ۵۹۵ تنه په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي، چې ډېری یې د پروژې د امنیت د تأمین په برخه کې فعالیت کوي.

طالبان وایي، د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته به هرات د هېواد پر یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي. د دوی په خبره، د طبیعي ګازو په رسېدو سره به د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ، تولیدي فابریکې فعالې او د کیمیاوي، پټروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه هم برابره شي.

ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د طبیعي ګازو د لېږد لپاره طرحه شوې، د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي. د دې پروژې ټولیز اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.