په پنجشېر ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو د دې ولایت د درې ولسوالۍ څخه څلور کسان، چې یو د پوهنتون استاد هم پکې شامل دی، نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.
د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان ملکجي، احمدجان، غلاماکبر او مالک نومېږي. طالبانو دغه کسان د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۱مه، له خپلو کورونو څخه نیولي دي.
ځايي سرچینو زیاته کړې چې تر اوسه د دغو کسانو د نیولو لامل نه دی څرګند شوی، او طالبانو هم په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د پنجشېر د درې ولسوالۍ پنځه اوسېدونکي د طالبانو د ځواکونو لېږدونکي موټر تر برید وروسته نیولي وو.
د پنجشېر اوسېدونکي وایي چې طالبان په ګڼو مواردو کې د دې ولایت ځوانان د مقاومت جبهې او نورو وسلوالو مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور نیسي.
د ځايي خلکو په خبره، یو شمېر نیول شوي کسان له اوږدو پلټنو او بند وروسته له بېلابېلو محدودیتونو او فشارونو سره مخ کېږي.
پنجشېر ولایت په تېرو کلونو کې د طالبانو پر ضد د مقاومت له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده، او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم پکې د مخالفو جبهو حضور او فعالیتونه لیدل شوي دي.
ځینې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو د امنیتي وضعیت د کنټرول او د مخالفو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په دې ولایت کې خپل ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای کړی دی.
طالبانو تر اوسه د دغو څلورو کسانو د نیولو او د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








