دایکنډي کې ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو درې ورځې مخکې د نیلي ښار په «د کلي غږ راډیو» دفتر چاپه وهلې او د دې رسنۍ کاري تجهیزات یې تلاشي کړي دي. د سرچینو په وینا، دا پېښه د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو شاوخوا ۲۰ کارکوونکي د راډیو دفتر ته ننوتلي او د خبریالانو ګرځنده ټیلیفونونه، کمپیوټرونه او نور کاري وسایل یې پلټلي دي. طالبانو تر اوسه د دې اقدام د علت په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې همداراز وایي، له دې پېښې څو ورځې وړاندې د دایکنډي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ کې د «د کلي غږ راډیو» دوه خبریالان د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه دواړه خبریالان له شاوخوا پنځو ساعتونو پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي.
«د کلي غږ راډیو» د دایکنډي ولایت په مرکز کې یوازینۍ فعاله خصوصي رسنۍ ده. ځايي سرچینې وایي چې په وروستیو میاشتو کې په دې ولایت کې پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو محدودیتونه او فشارونه زیات شوي دي.
تر دې وړاندې هم «نسیم راډیو» وروسته له هغې خپل فعالیتونه ودرول، چې د طالبانو استخباراتو یې مسؤل مدیر او یو شمېر کارکوونکي ونیول. دې پېښې په دایکنډي کې د ځايي رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې کړي دي.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د زیاتېدونکې ځپنې، سانسور او محدودیتونو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغو بنسټونو په وینا، ګڼ شمېر خصوصي رسنۍ د طالبانو د فشارونو له امله یا تړل شوي دي او یا هم اړ اېستل شوي چې خپل خپرنیز مطالب د طالبانو د غوښتنو له مخې برابر کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








