طالبانو د لوګر ولایت د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د تفصیلي پلان د لاسلیک خبر ورکړی دی. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، د دغه ښارګوټي پلان د ۲۱۴۳ جریبه ځمکې لپاره ترتیب شوی او په کې ۳۳۸۵ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوي دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني دغه پلان لاسلیک کړی دی. د وزارت د شنبې ورځې (د زمري ۳مه) په خبرپاڼه کې راغلي، چې پلان د وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له خوا د ښاري اصولو او نافذه مقرراتو له مخې جوړ شوی او موخه یې راستنېدونکو کډوالو ته د منظم، معیاري او دوامدار استوګنځای برابرول دي.
د پلان له مخې، د استوګنیزو سیمو ترڅنګ د سړکونو، شنو سیمو، ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، جوماتونو او نورو عامه خدمتونو لپاره هم ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي، څو د اوسېدونکو اړتیاوې په معیاري ډول پوره شي.
په خبرپاڼه کې د استوګنیزو نمرو د وېش د نېټې او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا اته میلیونه افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي یا هم ستانه کړل شوي او د راستنېدو بهیر لا هم دوام لري.
لیکوال:سعید سمیر








