TOOSnews
اعلان
طالبان: د پاكستان د سوداګريزو لارو له بندېدو وروسته مو نوي نړيوال بازارونه موندلي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان: د پاكستان د سوداګريزو لارو له بندېدو وروسته مو نوي نړيوال بازارونه موندلي.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغانستان د خپلو صادراتو لپاره نوي نړیوال بازارونه موندلي دي.

شفیع اعظم د یکشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه صادرات پاکستان ته تلل، خو د لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو مرکزي اسیا، روسیې، چین، هند، خلیجي هېوادونو او اروپا ته مخه کړې ده.

هغه ادعا کړې چې د سوداګریزو محدودیتونو له امله د افغانستان د صادراتو بازارونه متنوع شوي او افغان سوداګر اړ شوي چې د خپلو محصولاتو کیفیت او بسته‌بندي له نړیوالو معیارونو سره برابره کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له نږدې ۹ میاشتو راهیسې تړلي دي. د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې وروسته له هغه وتړل شوې چې د ډیورنډ کرښې پر سر تاوتریخوالی زیات شو.

د پاکستان-افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، د لارو د بندېدو له امله دواړو هېوادونو ته سلګونه میلیونه ډالره مالي زیانونه اوښتي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.