د کندهار د وچې مېوې سوداګر وایي، د ترانزیټي لارو د بندېدو له امله د افغانستان د وچې مېوې صادرات سخت اغېزمن شوي او د انځرو، ځیرې، ریحان او د انارو دانو لویه برخه په ګودامونو کې خرابه شوې ده.
سوداګر عبدالسلام، چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي، وایي د صادراتو د ځنډ له امله یې توکي په ګودامونو کې پاتې دي او تر نیمايي ډېره برخه یې خوسا شوې ده. د هغه په وینا، د انځرو د یوه من بیه هم له درې زره افغانیو څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
بل سوداګر حاجي جان محمد خبرداری ورکوي، که ترانزیټي لارې ژر بېرته پرانیستل نه شي، لا ډېرې وچې مېوې به له منځه ولاړې شي او سوداګر به له درنو اقتصادي زیانونو سره مخ شي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د لارو بندښت او د منځني ختیځ روان کړکېچ د صادراتو د ستونزو اصلي لاملونه بولي.
په ورته وخت کې، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، د افغانستان سوداګریز کسر له ۲۰۲۱ کال راهیسې په بېساري ډول زیات شوی او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۹.۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. طالبان که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونه او ایران د بدیلو سوداګریزو لارو په توګه یادوي، خو سوداګر وایي دغه بازارونه د افغانستان د وچې او تازه مېوې د صادراتو اړتیا نه شي پوره کولای.
لیکوال:سعید سمیر








