د طالبانو د کندهار رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې یې ۱۳ زره او ۸۷۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي د یوه پلاوي په حضور کې سوځولي دي. د یاد دفتر په وینا، دغه توکي د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي وو.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په سوځول شویو نشهيي توکو کې ومان، تاریاک، د ټابلیټ «کا» ګولۍ او نور نشهيي مواد شامل وو. دوی ادعا کړې چې دغه توکي له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل شوي وو.
بلخوا، په نیمروز ولایت کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو مشر عبدالغفار محمود ویلي، د دوی ګرځنده ډلو ۸۰۰ کیلوګرامه انساني درمل نیولي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق کېدل.
د کندهار او نیمروز طالب چارواکو له نشهيي توکو او درملو سره د نیول شویو کسانو د هویت او شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
لیکوال:سعید سمیر








