TOOSnews
اعلان
طالبانو په ننګرهار كې سيمه ييز خبريال عزيزاللّه عزيز نيولى.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په ننګرهار كې سيمه ييز خبريال عزيزاللّه عزيز نيولى.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ننګرهار کې یوې سرچینې ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو سیمه‌ییز خبریال او ښوونکی عزیزالله عزیز د شینوارو په لویه ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیولی دی.

د سرچینې په وینا، تېره شپه د عزیز په کور کې د موسیقۍ یوه غونډه روانه وه چې د طالبانو محتسبانو پرې چاپه ووهله او د هغه په ګډون یې څو کسان ونیول. د معلوماتو له مخې، نور نیول شوي کسان وروسته خوشې شوي، خو عزیزالله عزیز لا هم د طالبانو په بند کې دی.

طالبانو تر اوسه د دې نیونې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، طالبانو پر رسنیو، خبریالانو او هنري فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې خبریالان له خپل‌سرو نیونو، ګواښونو، تاوتریخوالي او سانسور سره مخ دي، او د طالبانو د امر بالمعروف قانون د موسیقۍ غږول هم منع کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.