د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لومړنی ملي او نړیوال نندارتون تېره ورځ د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې پرانیستل شو.
د طالبانو په وینا، دغه نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي او په کې مخابراتي شرکتونه او د معلوماتي ټکنالوژۍ له برخې سره تړلي بنسټونه خپل محصولات، خدمات او لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي لا هم د مخابراتي شبکو له کمزوري پوښښ، د انټرنېټ د ټیټ کیفیت او د خدمتونو د وړاندې کولو له ستونزو شکایت کوي.
طالبان بیا وایي، د لرې پرتو سیمو د خلکو د مخابراتي خدمتونو د لاسرسي د پراختیا لپاره یې له ۴۰۰ څخه ډېر مخابراتي سایټونه نصب کړي او هڅه کوي د مخابراتي خدمتونو کیفیت نور هم ښه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








