د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې دوشنبې (د زمري ۵مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، په دغو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۵ میلیمترو پورې وي. همداراز اټکل شوی چې په مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د ساعت له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې چټک بادونه هم ولګېږي.
دا خبرداری داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۴ کسان مړه، ۲۹ نور ټپیان او ۴۴۶۲ کورنۍ زیانمنې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








