د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې د کابینې په غونډه کې په کندهار کې د شرعي نظام پر بشپړ تطبیق، د خپلو فرمانونو پر عملي کولو او د دیني زده کړو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د هغو جزییاتو له مخې چې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبې په ورځ خپاره کړي، هبتالله اخوندزاده د کابینې له غړو غوښتي چې د خلکو ترمنځ دیني پوهه پراخه کړي او دیني زده کړې د هېواد تر لرې پرتو سیمو پورې ورسوي.
د طالبانو مشر په دې غونډه کې ویلي: «تاسو اوس د اسلامي نظام غړي او بنسټونه یاست. خپلو تابعینو او خلکو ته دیني پوهه ور زده کړئ او سمه عقیده وروښایئ. په عمل کې سستي د عقیدې له کمزورۍ سرچینه اخلي. دیني پوهه غرونو او دښتو ته ورسوئ.»
په کندهار کې باخبره سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د هبتالله اخوندزاده په مشرۍ ترسره شوې وه او د طالبانو رئیسالوزرا او یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم پکې ګډون درلود. د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې د ۱۱ بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هبتالله اخوندزاده په خپلو خبرو کې د دیني زده کړو پر پراختیا، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر تطبیق او له دین او اسلامي نظام سره د خلکو پر لا زیات اشنا کولو ټینګار کړی دی.
هغه همداراز د کابینې له غړو غوښتي چې صادر شوي فرمانونه په دقت سره مطالعه کړي او د هغو د عملي کولو لپاره د خلکو ترمنځ هڅې وکړي. د طالبانو مشر ویلي چې وزیران باید د دغو فرمانونو اهمیت خلکو ته تشریح کړي او خپله هم په بشپړ ډول پرې عمل وکړي.
هبتالله اخوندزاده په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د اسلامي نظام پیاوړتیا د دین په احیا او په ټولنه کې د دیني زده کړو په پراختیا پورې تړلې ده. هغه له وزیرانو غوښتي چې خلک له دین، شریعت او اسلامي نظام سره اشنا کړي او د دغو ارزښتونو په معرفي کولو کې خپل چلند او کړنې هم د بېلګې په توګه وړاندې کړي.
د طالبانو مشر همدارنګه د وزیرانو له لوري پر خپلو تابعینو د څارنې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي: «هره دوره تېرېدونکې ده او موږ باید راتلونکو نسلونو ته اصول، مقررات، تاریخ او نېک اخلاق په میراث پرېږدو.»
د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي چې په دې غونډه کې د ښوونې، اقتصاد، سیاست، اداري او ټولنیزو چارو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله شوې او اړینې پرېکړې نیول شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه د دغې غونډې د پرېکړو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








