TOOSnews
اعلان
ټرمپ: سعودي عربستان د اټومي تړون د ترلاسه کولو لپاره باید اسرائیل په رسمیت وپېژني.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: سعودي عربستان د اټومي تړون د ترلاسه کولو لپاره باید اسرائیل په رسمیت وپېژني.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ملکي اټومي همکارۍ تړون عملي کېدل به دې شرط پورې تړلي وي چې سعودي عربستان د ابراهیم تړونونو سره یوځای شي. هم‌مهاله، د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر هم ویلي چې د سعودي عربستان له خوا د دغو تړونونو منل د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې یو مهم بدلون رامنځته کولای شي.

د سعودي عربستان له ابراهیم تړونونو سره یوځای کېدل په عملي توګه د دې معنا لري چې ریاض به له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي او دغه هېواد به په رسمیت وپېژني؛ هغه موضوع چې په وروستیو کلونو کې د سیمې د ډېرو دیپلوماټیکو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه ده.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د زمري په لومړۍ نېټه، په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې ولیکل چې له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي همکارۍ تړون به تایید شي، خو عملي کېدل به یې په بشپړه توګه د ریاض له ابراهیم تړونونو سره د یوځای کېدو پورې تړلي وي. هغه دغه تړونونه «درناوي وړ او بریالي» وبلل.

د امریکا ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې دا همکاري یوازې د ملکي موخو لپاره ده او په کې د اټومي موادو بډایه کول شامل نه دي. د هغه په وینا، دغه پروګرام یوازې د سوله‌ییزو استعمالونو لپاره طرحه شوی دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر په دې اړه ویلي چې د امریکا او اسرائیلو ګډ پوځي اقدام د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد او د هغه څه کمزوري کول چې دوی یې «د تهران ترهګریز محور» بولي، د سیمې د سولې او د اړیکو د عادي کولو د بهیر د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړې ده.

له بلې خوا، یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په سیمه کې هر ډول اټومي همکاري، که څه هم د ملکي موخو لپاره وي، ښايي په راتلونکي کې د اټومي ټکنالوژۍ او وړتیاوو د پراختیا خطر زیات کړي او د منځني ختیځ امنیتي ستونزې لا پېچلې کړي.

د ایران اټومي پروګرام هم په وروستیو میاشتو کې د امریکا، اسرائیلو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اختلافاتو له اصلي موضوعاتو څخه پاتې شوی او لا هم د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په مرکز کې دی.

ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د ابراهیم تړونونو په جوړېدو کې د منځګړي رول ولوباوه؛ هغه تړونونه چې له امله یې اسرائیلو له متحده عربي اماراتو او بحرین سره اړیکې عادي کړي. وروسته سودان او مراکش هم له اسرائیلو سره دیپلوماټیکې اړیکې عادي کړې.

امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ د «۱۲۳ تړون» په نوم د اټومي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملکي اټومي انرژۍ د کارونې لپاره د همکارۍ چوکاټ ټاکل کېږي او د ځینو سرچینو په وینا، دا تړون کولای شي د سعودي عربستان د ملکي اټومي زیربناوو د پراختیا زمینه برابره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.