TOOSnews
اعلان
ټرمپ غواړي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر د ملګرو ملتونو سر منشي شي.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ غواړي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر د ملګرو ملتونو سر منشي شي.

۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

دونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د نړیوال فوټبال فدراسیون (فیفا) د مشر جیاني اینفانتینو د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه د ټاکل کېدو ملاتړ کړی دی. د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ اینفانتینو یو داسې نړیوال درناوی لرونکی شخصیت بولي چې د ملتونو او هېوادونو ترمنځ د نږدېوالي او یووالي رامنځته کولو ځانګړې وړتیا لري.

جیاني اینفانتینو، چې ۵۶ کلن او د سویس اوسېدونکی دی، د روان کال د نړیوال جام سیالیو پر مهال له ټرمپ سره نږدې اړیکې جوړې کړې. هغه په څو رسمي مراسمو کې د امریکا د ولسمشر ترڅنګ راڅرګند شو، د فیفا طلايي جامونه یې سپینې ماڼۍ ته یوړل، او د ۱۴۰۴ کال د لېندۍ په میاشت کې یې ټرمپ ته د فیفا لومړۍ د سولې جایزه هم ورکړه.

ټرمپ ته نږدې یوې سرچینې نیویارک پوسټ ته ویلي چې د امریکا ولسمشر اینفانتینو داسې یو مدیر ګڼي چې د ملتونو او حکومتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو وړتیا لري، او دا ځانګړنه د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لپاره مهمه بولي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو نوی سرمنشي سږکال وټاکل شي. اوسنی سرمنشي انتونیو ګوتېرېش به د ۱۴۰۵ کال د مرغومي په لومړیو کې له دندې لاس واخلي، او د هغه د ځای ناستي د ټاکلو بهیر به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او عمومي اسامبلې له لارې ترسره کېږي.

د سرمنشي د ټاکلو د کړنلارې له مخې، نوماند باید لومړی د امنیت شورا ملاتړ ترلاسه کړي. د امنیت شورا پنځه دایمي غړي د ویټو حق لري، او وروسته باید د نوماند ټاکنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا تایید شي.

نیویارک پوسټ لیکلي چې لا تر اوسه روښانه نه ده چې اینفانتینو به دغه مسؤلیت منلو ته لېوالتیا ولري او که ټرمپ تر کومه حده دا موضوع ورسره شریکه کړې ده. د ورځپاڼې په وینا، ټرمپ باور لري چې د اوو اوسنیو نوماندانو ترمنځ لا هم د اینفانتینو لپاره فرصت شته او نور انتخابونه دومره پیاوړي نه ګڼي.

د مطرحو څېرو له ډلې، د چیلي پخوانۍ ولسمشره میشل باشله له مشهورو نوماندانو څخه ده، خو امکان لري چې د امریکا له مخالفت سره مخ شي. همدارنګه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس رافایل ګروسي هم له مهمو نوماندانو څخه دی، که څه هم ځینې راپورونه وايي چې بریټانیا ښايي د فالکلنډ ټاپوګانو پر سر له ارجنټاین سره د اختلاف له امله د هغه ملاتړ ونه کړي.

د یوه غیررسمي دود له مخې، تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو راتلونکی سرمنشي به د لاتینې امریکا یا کارابین سیمې څخه وټاکل شي. د دې سیمې وروستی سرمنشي د پیرو خاویر پرېز دکوییار و، چې له ۱۳۶۱ تر ۱۳۷۰ کال پورې یې دا دنده ترسره کړه.

خو بیا هم، څو سرچینو نیویارک پوسټ ته ویلي چې دا دود اجباري بڼه نه لري او د اینفانتینو د نوماندۍ مخه نه نیسي. د سرچینو په وینا، امکان لري یو شمېر هېوادونه هم د هغه ملاتړ وکړي.

پائولو زامپولي،د نړیوالو همکاریو ځانګړي استازي، د ټرامپ دغه وړاندیز «هوښیارانه» بللی دی. هغه ویلي چې اینفانتینو د فیفا د مدیریت تجربې او نړیوال مقام له امله کولای شي ملګرو ملتونو ته نوی خوځښت ورکړي او د ورزش له ظرفیت څخه د ملتونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ځوان نسل د هڅونې لپاره ګټه واخلي.

زامپولي همدارنګه ویلي چې د فیفا او ملګرو ملتونو اداره کول ډېر ورته والی لري. د هغه په وینا، ملګري ملتونه ۱۹۳ غړي هېوادونه لري، په داسې حال کې چې فیفا له ۲۰۰ څخه زیات غړي لري، او د اینفانتینو کاري سابقه ښيي چې هغه د داسې پراخو ادارو د مدیریت وړتیا لري.

هغه چې د اینفانتینو نږدې ملګری او په ملګرو ملتونو کې د دومینیکا پخوانی سفیر پاتې شوی، ویلي چې د نړیوال جام د پایلوبې پر مهال یې د فیفا له مشر سره د دې وړاندیز په اړه خبرې نه وې کړې او د دې موضوع له مطرح کېدو څخه حیران شوی دی.

ټرمپ په وروستیو کلونو کې څو ځله د نړیوالو بحرانونو او شخړو په مدیریت کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو نیوکې کړي دي. هغه تېر کال د «سولې شورا» په نوم یوه اداره جوړه کړه چې د ملګرو ملتونو د احتمالي سیالې ادارې د جوړېدو اټکلونه یې راپورته کړل، خو ټرمپ دا نظر رد کړ او ویې ویل چې هیله لري ملګري ملتونه د نړیوالو بحرانونو په حل کې لا فعال رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د ملګرو ملتونو لپاره د خپل هېواد مالي مرستې د پام وړ ډول کمې کړي او امریکا یې له څو اړوندو ادارو، لکه د روغتیا نړیوال سازمان، یونسکو او د بشري حقونو شورا څخه هم وایسته.

که اینفانتینو وټاکل شي، ځینې څارونکي اټکل کوي چې د ټرمپ د حکومت او ملګرو ملتونو اړیکې به ښې شي. خو د دې دندې منل به د فیفا مشر لپاره د عایداتو د پام وړ د کمښت معنا ولري؛ ځکه د هغه کلنی عاید په فیفا کې شاوخوا ۶ میلیونه ډالر دی، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي کلنی معاش شاوخوا ۴۱۸ زره ډالر دی.

اینفانتینو هم مهاله د فیفا د راتلونکو ټاکنو لپاره هم نوماند شوی، چې د ۱۴۰۵ کال د کب په میاشت کې به ترسره شي. راپورونه ښيي چې تر اوسه یې د فیفا د ۲۱۱ غړو فدراسیونونو نږدې ټول ملاتړ ترلاسه کړی دی.

خو اینفانتینو وروسته له هغې له نیوکو سره مخ شو چې ټرمپ د امریکا د ملي لوبډلې د لوبغاړي فولارین بالوګون د سور کارت د تعلیق په قضیه کې لاسوهنه وکړه. ټرمپ د امریکا او بلجیم له لوبې مخکې د فیفا له مشر څخه وغوښتل چې د دغه لوبغاړي د یوې لوبې بندیز لغوه کړي. د بالوګون بېرته لوبې ته ستنېدو د ځینو اروپايي هېوادونو اعتراضونه راوپارول، که څه هم د بلجیم پر وړاندې د امریکا ماتې د دغو غبرګونونو شدت کم کړ.

د فیفا پخوانی مشر سپ بلاتر هم د اینفانتینو له منتقدینو څخه دی او د هغه د استعفا غوښتنه یې کړې ده. د بلاتر د ولسمشرۍ دوره د فساد او رشوت له قضیو سره تړلې وه، چې یوه برخه یې د ۱۴۰۱ کال نړیوال جام کوربه‌توب قطر ته د ورکړې له بهیر سره تړاو درلود.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.