د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په نیمروز کې د قاچاقي لارې پر مهال د ۵ افغان وګړو له مړینې وروسته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېڅوک باید د امنیت او غوره فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره په خطرناکو او ناقانونه سفرونو کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.
دې ادارې د پېښې له امله د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې د هغو ۱۴ نورو افغان وګړو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري چې په دې پېښه کې ورک شوي دي. د دې سازمان په وینا، د دغو کسانو برخلیک تر اوسه معلوم نه دی او د موندلو هڅې یې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دا پېښه یو ځل بیا د خطرناکو او ناقانونه سفرونو دروند انساني قیمت څرګندوي. دې ادارې زیاته کړې چې خلکو ته باید لا ډېر ملاتړ او فرصتونه برابر شي، څو اړ نه شي چې د ښه راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند په داسې خطرناکو لارو کې له ګواښ سره مخامخ کړي.
دغه سازمان همداراز ویلي چې له خپلو همکارو ادارو سره یو ځای په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو شویو کورنیو د وضعیت د ارزونې او د اړینو مرستو د برابرولو لپاره له هغوی سره نږدې همکاري کوي.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ په دښتو کې د ۵ افغان وګړو مړي وموندل شول. د راپورونو له مخې، دغو کسانو شاوخوا ۸ ورځې وړاندې د ۱۹ تر ۲۱ مسافرو د لېږدولو په یوه موټر کې له زرنج ښار څخه د ایران پولې ته حرکت کړی و، خو د مارګو په دښته کې له شګلنو توپانونو، سختې ګرمۍ او د موټر له خرابېدو سره مخ شول.
د نیمروز ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګلمحمد قدرت د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې مسافر د سختو هوايي او چاپېریالي شرایطو له امله په دښته کې بند پاتې شول او یو شمېر یې د تندې او د لارې د سختیو له امله مړه شول.
ځايي سرچینو هم ویلي چې د مسافرو موټر څو ځله د شګو د غونډیو ترمنځ درېدلی و. د لټون عملیاتو له دوام سره سره، تر اوسه یوازې د ۵ کسانو مړي موندل شوي او د نورو ۱۴ مسافرو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
د ځايي سرچینو په وینا، د مړو شویو کسانو یو شمېر د بلخ ولایت اوسېدونکي وو او یو شمېر نور د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي وو. همداراز په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د قربانیانو مړي د مارګو دښتې په ریګونو کې پراته وو او ځینې جسدونه د دښتې تر شګو لاندې پاتې شوي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








