د نیمروز ولایت د طالبانو امنیې قوماندانۍ وایي، د زرنج ښار د شپېته متره سړک په سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې قومي مشر عبدالخالق نورزی او د هغه وراره وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د بریدګرو د نیولو او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې یا شخص نه دی منلی.
لیکوال:سعید سمیر








