TOOSnews
اعلان
د طالبانو د کابینې غونډه د هبت‌الله په مشرۍ په کندهار کې ترسره شوه.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د کابینې غونډه د هبت‌الله په مشرۍ په کندهار کې ترسره شوه.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې باخبره سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د کابینې غونډه د چهارشنبې په ورځ د هبت‌الله اخوندزاده په مشرۍ په دې ولایت کې ترسره شوې ده. د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو رئیس‌الوزرا هم په دې غونډه کې حضور درلود او د ۱۱ بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ملا محمد حسن اخند ترڅنګ، د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي لکه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق هم شامل وو. خو طالبانو تر اوسه د دې غونډې رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

سرچینې وایي چې په دې غونډه کې ۱۱ بېلابېلې موضوعګانې مطرح شوي، خو د دغو موضوعاتو جزئیات نه دي روښانه شوي.

تر دې وړاندې راپورونه ښيي چې د طالبانو دننه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو بحثونه پای ته رسېدلي او هبت‌الله اخوندزاده غواړي د نوو محدودیتونو له لارې، لکه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز، خپلې تګلارې پراخې کړي.

په کندهار کې د طالبانو نږدې سرچینو مخکې ویلي وو چې د ډلې مشر د امر بالمعروف د قانون پر بشپړ تطبیق ټینګار کوي او هغو کابینې غړو ته یې خبرداری ورکړی چې له ځینو فرمانونو سره مخالفت لري.

د دغو راپورونو له مخې، دغه فرمانونه لومړی په کندهار کې عملي شوي او اوس په دې ولایت کې پر رسنیو او د انځورونو پر خپرولو سخت محدودیتونه لګېدلي دي. په مقابل کې ځینې سرچینې ادعا کوي چې په نورو ولایتونو لکه کابل کې دا لارښوونې په لږ شدت عملي کېږي.

همدارنګه داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو د جوړښت دننه د فرمانونو د تطبیق او د سخت‌دریځۍ د کچې په اړه د ځینو چارواکو ترمنځ اختلاف نظرونه موجود دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.