امنیتي چارواکو په بدخشان ولایت کې د یوې ښځې او خاوند د نیول کېدو خبر ورکړی چې د ماشومانو د تښتونې په تور نیول شوي دي. د دغو چارواکو په وینا، یاده جوړه تورنه ده چې یو کال مخکې یې د بدخشان له ولایتي روغتون څخه یو ماشوم تښتولی و.
د امنیتي مسوولینو په وینا، دغه ښځه او خاوند په دې وروستیو کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې یو بل نوی زېږېدلی ماشوم هم وتښتوي. د تورنو کسانو د هویت یا د احتمالي انګېزې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
چارواکو همداراز ویلي چې دواړه ماشومان پېژندل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د ماشومانو کورنیو د امنیتي ځواکونو له هڅو مننه کړې او د خپلو اولادونو د موندلو او بېرته سپارلو هرکلی یې کړی دی.
دا خبر د امنیتي چارواکو له خوا د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی او که نور جزیات خپاره شي، بشپړ معلومات به وړاندې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








