TOOSnews
اعلان
عطا محمد نور: د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ډېر مسؤلیت د حامد کرزي پر غاړه دی.
افغانستانټوس نیوز

عطا محمد نور: د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ډېر مسؤلیت د حامد کرزي پر غاړه دی.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ پخواني والي، عطامحمد نور، د افغانستان پر پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پرانیستي لیک کې تور پورې کړی چې طالبانو ته یې د بیا واک ته رسېدو زمینه برابره کړې او د اشرف غني د ولسمشر کېدو لاره یې هواره کړې ده.

ښاغلي نور دغه لیک، پنجشنبې د زمري ۲۹مه، په خپله اېکس پاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو لارو له طالبانو ملاتړ کړی او د دې ډلې د بیا مشروعیت او نفوذ د پراخېدو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

هغه همدارنګه حامد کرزی تورن کړی چې د اشرف غني د ولسمشر کېدو لپاره یې د «قومیت او تعصب له تنګې لارې» زمینه برابره کړې ده. نور ویلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسؤلیت یوازې پر کرزي نه دی، خو د هغه په باور، د دې وضعیت ډېره برخه مسؤلیت د پخواني ولسمشر پر غاړه دی.

عطا محمد نور په خپل لیک کې ویلي دي: «نه وایم چې پر دې ملت راغلي هر مصیبت یوازې ستاسو ګناه ده؛ خو د دې وضعیت ډېره ملامتي، ګناه او مسؤلیت بېرته ستاسو پر اوږو راګرځي.»

د بلخ پخواني والي زیاته کړې چې حامد کرزي طالبانو ته د بیا واک ته رسېدو د زمینه برابرولو له لارې د افغانستان خلک له یوه «تريخ برخلیک» سره مخ کړي دي. هغه همدارنګه کرزی تورن کړی چې له یوې خوا د طالبانو پر اوسنیو محدودیتونو نیوکه کوي، خو له بلې خوا د ده په باور، خپله یې د اوسني وضعیت په رامنځته کولو کې رول درلود.

نور په دوام کې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونه، د ښځو په کور کېنول، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو کمېدل، د هېواد انزوا، د بېوزلۍ پراخېدل او وروسته پاتې کېدل د اوسني وضعیت له پایلو څخه بللي او د دې شرایطو په اړه یې د کرزي پر وروستیو څرګندونو نیوکه کړې ده.

هغه له حامد کرزي پوښتنه کړې چې خلک باید د هغه په کوم چلند باور وکړي؛ «د طالبانو د واکمنۍ لپاره د لارې هوارول او د هغوی سپینول»، د «اشرف غني د ولسمشرۍ مقام ته رسول» او که «د خلکو او هېواد د اوسني وضعیت په اړه د نن ورځې ظاهري خواخوږي».

عطا محمد نور همدارنګه ویلي چې حامد کرزی لا هم په ماڼۍ کې ژوند کوي او له امکاناتو او بودجې څخه برخمن دی، په داسې حال کې چې د ده په وینا، د افغانستان خلک له بېوزلۍ، رواني فشارونو او بې برخلیکۍ سره مخ دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې حامد کرزي څو ځله د نجونو له زده‌کړو څخه د محرومیت په اړه نیوکه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي. هغه په خپله وروستۍ وینا کې، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت یې کړي، هم د نجونو د زده‌کړو لپاره پر زمینه برابرولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد د خپلواکۍ او ثبات ساتل د لوستو ځوانانو له حضور پرته امکان نه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.