د کندز ولایت سیمهییزې سرچینې وايي چې د کندز–امامصاحب پر لویه لاره د دوو سواری موټرو د سخت ټکر له امله پنځه ځوانان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو «ټویوټا اکووا» او یو «ټویوټا کورولا» موټرونه په لوړ سرعت سره له یو بل سره وجنګېدل.
سیمهییزو سرچینو زیاته کړې چې د ټکر شدت دومره زیات و چې دواړو موټرونو له پېښې وروسته اور اخیستی او یو شمېر سپرلیو د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د شته معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دې پېښې ټول قربانیان او ټپیان د کندز ولایت د امامصاحب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې د جزییاتو او د پېښې د اصلي لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
په افغانستان کې د لویو لارو ترافیکي پېښې هر کال د لسګونو کسانو ژوند اخلي. د موټر چلونکو بې احتیاطي، د تیز رفتار چلول، د سړکونو خرابوالی او د خوندیتوب د امکاناتو نشتوالی د دې پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








