TOOSnews
اعلان
د نجونو د نیول کېدو په تړاو د اندېښنو تر زیاتېدو وروسته په کابل کې شیعه دیني مدرسې په موقت ډول تړل شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

د نجونو د نیول کېدو په تړاو د اندېښنو تر زیاتېدو وروسته په کابل کې شیعه دیني مدرسې په موقت ډول تړل شوي دي.

۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د طالبانو له خوا د زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې، په کابل کې د شیعه مذهب د پیروانو اړوند یو شمېر دیني مدرسو خپلې تعلیمي چارې په موقتي ډول درولې دي.

محلي سرچینو د دوشنبې د غبرګولي ۲۰مه رسنیو ته ویلي چې دغه تعلیمي مرکزونه شاوخوا د ۱۰ ورځو لپاره تړل شوي او نجونو زده‌کوونکو ته له غرمې مخکې رخصتي ورکړل شوې ده. د دغو مرکزونو د مسئولینو په وینا، دا اقدام تر ډېره احتیاطي بڼه لري او د زده‌کوونکو د امنیت او ارامۍ د ساتنې په هدف ترسره شوی دی.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې راپورونه خپاره شوي چې په ځینو ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات کې، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو پېښې د “ طالبانو د غوښتنو مطابق حجاب نه مراعات” په تور ترسره شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو راپورونو خپرېدو د کورنیو، زده‌کوونکو او تعلیمي مرکزونو ترمنځ د اندېښنې او وېرې فضا په څرګند ډول زیاته کړې ده.

له دغو پېښو سره هم‌مهاله، په هرات کې یو شمېر خلکو د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد لاریونونه وکړل. د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه لاریونونه د طالبانو د ځواکونو له مداخلې سره مخ شول او په ترڅ کې یې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دې تحولات یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د ټولنیزو آزاديو په اړه د محدودیتونو بحثونه او نیوکې راولاړې کړې دي.

د ښوونې او روزنې د برخې څارونکي او فعالان باور لري چې د داسې وضعیت دوام کولی شي د نجونو د زده‌کړې بهیر لا زیات اغېزمن کړي او تعلیمي فرصتونو ته د هغوی لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو او د کورنیو او تعلیمي مسئولینو له لوري د مطرح شویو اندېښنو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.