د دوشنبې په سهار د کابل پر لور په غځېدلې لویه لاره، د تاشقرغان ولسوالۍ په نږدې سیمه کې یو مرګونې ترافیکي پېښه رامنځته شوه چې له امله یې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چې د کابل پر لور روان و،د تېلو له یوه ټانکر سره په سخت ډول ټکر کړی. په دې پېښه کې د بس چلوونکی او کلینر، دوه ښځې او دوه نارینه وو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
همدارنګه د بس یو شمېر نور سپرلي د دې ټکر له امله ټپیان شوي دي. تر اوسه د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی روغتیايي وضعیت د رسمي سرچینو له لوري نه دی اعلان شوی.
د دې پېښې علت تر اوسه په رسمي ډول نه دی روښانه شوی، خو د چارواکو څېړنې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره روانې دي.
دا ډول ترافیکي پېښې لا هم د افغانستان په لویو لارو کې د مرګژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي او هر کال د لسګونو کسانو ژوند اخلي. کارپوهان د ترافیکي قوانینو مراعت، د سرعت کنټرول، له غیرمجاز سبقت څخه ډډه کول او د سړکونو د وضعیت ښه کول د دې ډول پېښو د کمولو مهم عوامل بولي.
لیکواله:سلیمه آریایي








