TOOSnews
اعلان
د جوزجان – سرپل پر لویه لار د خونړۍ پېښې په پایله کې د طالبانو د والي زوی ټپي شوی دی.
افغانستانټوس نیوز

د جوزجان – سرپل پر لویه لار د خونړۍ پېښې په پایله کې د طالبانو د والي زوی ټپي شوی دی.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جوزجان ولایت ځايي سرچینې وایي چې هغه خونړۍ ترافیکي پېښه، چې د سې‌شنبې ورځې ماښام د جوزجان–سرپل پر لویه لاره رامنځته شوه او څلور کسان پکې ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، د طالبانو د والي د زوی د موټر د «چټک چلولو او بې‌احتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه هغه مهال وشوه چې یو هایلکس ډوله موټر، چې د طالبانو د والي د زوی اړوند و، له یوه ویټز ډوله موټر سره ټکر وکړ. د ټکر په پایله کې د ویټز موټر څلور سپرلۍ پر ځای مړه شول او څلور نور کسان ټپیان شول.

سرچینو زیاته کړې چې د طالبانو د والي زوی هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی. همدارنګه، یو کس چې «قاري ابوبکر» نومېږي او د هغه ملګری و، په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سره له دې چې ځايي سرچینو دا معلومات خپاره کړي، د جوزجان د طالبانو امنیه قوماندانۍ تر اوسه یوازې د پېښې رامنځته کېدل او د مرګ‌ژوبلې شمېر تایید کړی، خو د هایلکس موټر د سپرلیو د هویت او د طالبانو د والي د زوی د احتمالي رول په اړه یې څه نه دي ویلي.

بلخوا، د افغانستان کورنیو رسنیو هم تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د طالبانو د والي د زوی د موټر د رول په اړه د مطرح شویو ادعاوو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي. کارپوهان د غیرمجاز سرعت، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو د پلي کېدو کمزورې څارنه د دغو پېښو د زیاتوالي مهم عوامل بولي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.