انګار مومند، د الیاس مومند پلار، وایي چې د خپل زوی د تښتونې او وژنې له درېیو کلونو تېرېدو سره سره، لا هم په دې قضیه کې عدالت نه دی تأمین شوی او د دې پېښې عاملان ازاد ګرځي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ننګرهار ولایت طالب چارواکو ترې غوښتي چې د دې قضیې د بیا تعقیب لپاره نوی عریضه ثبت کړي.
الیاس مومند، چې یوازې شپږ کلن و، د ۱۴۰۲ کال د مرغومي میاشت کې د جلالاباد ښار څخه د تښتوونکو له خوا وتښتول شو او وروسته ووژل شو. دغه پېښه د رامنځته کېدو پر مهال په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ګڼ انعکاس یې درلود.
د پېښې پر مهال، په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ مرستیال اعلان کړی و چې د الیاس مومند د وژنې اصلي عامل د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. خو د الیاس پلار اوس وایي چې د هغو ۱۲ کسانو له ډلې چې د ده د زوی په تښتونه او وژنه کې یې لاس درلود، یوازې ۴ تنه نیول شوي وو.
د انګار مومند په وینا، هماغه نیول شوي تورن کسان وروسته د طالبانو د نظامي ابتدائیه محکمې د حکم له مخې په ننګرهار کې خوشې شول. هغه وایي، سره له دې چې درې کاله تېر شوي، د دې وژنې دوسیه لا هم بېسرنوشته پاتې ده او هغه کسان چې د ده په وینا په دې پېښه کې ښکېل وو، په ازاد ډول ژوند کوي.
د الیاس مومند پلار همدارنګه وویل چې تېره اوونۍ د ننګرهار د استیناف محکمې رئیس ورسره په لیدنه کې ترې وغوښتل چې د قضیې د بیا پیل لپاره د خپل زوی د حق د ترلاسه کولو په موخه نوې عریضه ثبت کړي.
د هغه په خبره، طالب چارواکو ډاډ ورکړی چې د نوې عریضې له ثبت وروسته به دوسیه یو ځل بیا وڅېړل شي او که څه هم له دې پېښې درې کاله تېر شوي، د قانون له مخې به پرې پرېکړه وشي.
انګار مومند د دې قضیې د څېړنې له بهیر څخه خپله ناخوښي څرګنده کړه او له طالب چارواکو یې وغوښتل چې د خپل زوی د تښتونې او وژنې عاملان وپېژني، محاکمه یې کړي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري.
لیکواله:سلیمه آریایي








