د نورستان ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۵مه، ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د دې ډلې د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر، محمد شعیب اسلامیار، د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ د تښتولو په تور نیولی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی هغه مهال ونیول شو چې دغه نجلۍ یې د کونړ ولایت د چپهدرې ولسوالۍ د چتراس کلي څخه لېږدوله.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد شعیب اسلامیار له نیول کېدو وروسته د کونړ ولایت څخه د نورستان مرکز، پارون ښار، ته انتقال شوی او دا مهال د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په توقیفخونه کې ساتل کېږي. سرچینې زیاتوي چې طالبان هڅه کوي دا قضیه د جرګې له لارې حل کړي، څو د رسنیو پام ورته وا نه وړي او د قضیې د پراخ خپرېدو مخه ونیسي.
د نورستان یوه اوسېدونکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې د طالبانو چارواکي هڅه کوي دا قضیه په خپلمنځي ډول مدیریت کړي او د هغې د جزییاتو د پراخ خپرېدو مخه ونیسي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد شعیب اسلامیار شاوخوا درې کاله د نورستان د واما ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو د مدیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
په ورته وخت کې، د طالبانو منتقدانو څو ځله دا ډله تورنه کړې چې واک ته له بېرته رسېدو وروسته یې په ځینو مواردو کې هڅه کړې د خپلو غړو پر ضد راپورته شوي تورونه په داخلي توګه وڅېړي او د ځینو قضیو د رسنیز کېدو مخه ونیسي. دغه ادعاوې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا په بشپړه توګه نه دي تأیید شوې.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې او د خپل پخواني استخباراتي مدیر د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. همدارنګه، د ۱۳ کلنې نجلۍ د برخلیک په اړه هم کره معلومات نشته او لا څرګنده نه ده چې هغه خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او که لا هم د طالبانو په واک کې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








