TOOSnews
اعلان
حقاني مخالفينو ته: مه خپل ځان تباه كوئ او مه خپل ولس ځوروئ.
افغانستانټوس نیوز

حقاني مخالفينو ته: مه خپل ځان تباه كوئ او مه خپل ولس ځوروئ.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، امنیت یوازې د وسلو او امنیتي ځواکونو په فعالیت نه ټینګېږي، بلکې ټولنیز عدالت، د خلکو رضایت، د قانون حاکمیت، سالمه اداره او د خلکو او دولت ترمنځ باور د دوامدار امنیت بنسټونه دي.

حقاني د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، امنیت د افغانستان د خلکو له اساسي اړتیاوو څخه دی او باید داسې شرایط رامنځته شي چې هر وګړی په خپل کور، کلي او بازار کې د ډاډ او امنیت احساس وکړي.

هغه زیاته کړه چې خپلواکي هغه مهال بشپړېږي چې هېواد امنیت ولري، اقتصاد یې پیاوړی شي، ملي یووالی پراخ شي او د خلکو اړتیاوې د هېواد دننه پوره شي. نوموړي له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وکړ.

حقاني د طالبانو مخالفینو ته په خطاب کې وویل چې د بهرنیو هېوادونو په لمسون دې د هېواد امنیت نه خرابوي او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد د ابادۍ لپاره له طالبانو سره یوځای شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د زمري ۲۸مه، چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره تړاو لري، د خلکو له‌خوا منل شوې ده، خو د زمري ۲۴مه، چې د طالبانو د واکمنۍ کلیزه ده، لا تر اوسه د خلکو له‌خوا په پراخه کچه نه ده منل شوې.

نوموړي وویل، ښايي په راتلونکي کې نوي نسلونه د زمري ۲۴مې یادونه هم وکړي او دا ورځ ومني.

حقاني ادعا وکړه چې د طالبانو د نظام له ټینګېدو سره په افغانستان کې ملي یووالی رامنځته شوی، خو ویې ویل چې خپلواکي یوازې د یوې تاریخي پېښې نمانځل نه دي؛ بلکې هېواد هغه مهال پر ځان بسیا کېدای شي چې په طب، تخنیک او نورو مسلکي برخو کې روزل شوی نسل ولري.

هغه ټینګار وکړ چې هېڅوک باید خپل شخصي نظر او مزاج پر خلکو تحمیل نه کړي او د وګړو مشروع غوښتنو او حقونو ته باید درناوی وشي.

حقاني وویل، پښتانه، تاجکان، هزاره‌ګان، ازبک، ترکمن، بلوڅ، پشه‌ییان، نورستانیان او د افغانستان نور قومونه باید ځانونه د هېواد شریکان او اصلي مسوولان وبولي او د هېواد د راتلونکي په اړه باید د خلکو نظر هم واورېدل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.