TOOSnews
اعلان
هرات والي: د شريعت احكام به په ټولنه كې بشپړ عملي كېږي.
افغانستانټوس نیوز

هرات والي: د شريعت احكام به په ټولنه كې بشپړ عملي كېږي.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هرات کې د طالبانو والي د دغه ولایت له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو سره په یوه ناسته کې د بشپړ اسلامي شریعت پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي اسلام جار د دې ناستې پر مهال له دیني عالمانو او خطیبانو سره د شریعت د احکامو د عملي کولو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د اسلامي شریعت احکام به په ټولنه کې «له کومې استثنا پرته» پلي کېږي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.

هغه له دیني عالمانو غوښتي چې د شریعت د پلي کېدو په برخه کې له افغانستان له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او د اسلامي احکامو په تطبیق کې خپل رول ولوبوي.

د خبرپاڼې له مخې، د هرات دیني عالمانو هم ژمنه کړې چې د شریعت د پلي کېدو په برخه کې به له یادې ډلې سره همکاري کوي.

دا ناسته په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو په تړاو د حجاب په پلمه د کمپاین د پیل راپورونه ورکړل شوي او دغه اقدام د خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.