TOOSnews
اعلان
هلمند كې طالبانو رسنيو ته امر كړى چې د هبت اللّه د فرمانونو په اړه دوامدارې خپرونې وكړي.
افغانستانټوس نیوز

هلمند كې طالبانو رسنيو ته امر كړى چې د هبت اللّه د فرمانونو په اړه دوامدارې خپرونې وكړي.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ځايي رسنیو غوښتي چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو په اړه دوامدارې خپرونې چمتو او خپرې کړي، څو د دوی په وینا خلک د دغو فرمانونو په اړه لا زیات پوهاوی ترلاسه کړي.

د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اطلاعاتو امر شېر محمد وحدت په لښکرګاه ښار کې د درېیو خصوصي راډیوګانو ـ تعلیم الاسلام، اعزاز او ځلاند غږ ـ د څارنې پر مهال له مسوولینو غوښتي چې د صادر شویو فرمانونو د تبیین لپاره ځانګړې او دوامدارې خپرونې ولري.

بلخوا، یو شمېر خبریالان وایي چې رسنۍ د ځانګړو موضوعاتو خپرولو ته اړ ایستل د بیان ازادۍ له اصولو سره په ټکر کې دي او رسنۍ له خپل خپلواک مسلکي رسالت څخه لرې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین په منظم ډول له رسنیو لیدنه کوي، څو د دوی په وینا رسنۍ د نافذه قوانینو په چوکاټ کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ملا هبت‌الله اخوندزاده د واکمنۍ په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې ګڼ فرمانونه صادر کړي، چې ډېری یې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو له امله له کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوي دي. خو د طالبانو ویاند مخکې ویلي وو چې د دغو فرمانونو په اړه نیوکو ته باید «ارزښت ورنه کړل شي».

اوس مهال په هلمند کې ۲۳ رسنۍ فعالیت لري چې ډېری یې راډیویي او چاپي رسنۍ دي. د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز له امله په دغه ولایت کې د تصویري رسنیو فعالیتونه محدود شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.