TOOSnews
اعلان
محمود مرحون. د ننګرهار خلک ځكه تعليم كوي چې د كرنې لپاره ځمكې نلري.
افغانستانټوس نیوز

محمود مرحون. د ننګرهار خلک ځكه تعليم كوي چې د كرنې لپاره ځمكې نلري.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کابل پوهنتون پخواني استاد محمود مرحون د زده‌کړې او ټولنيزو-اقتصادي شرايطو تر منځ د اړيکو په اړه داسې څرګندونې کړې، چې وايي د ننګرهار خلک ځکه زيات تعليم ته مخه کوي چې د کرنې لپاره کافي ځمکې نه لري.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د کندهار خلکو ته په اشارې ويلي، چې هلته د ځمکو د پراخوالي او د ژوند د نسبي آسانتيا له امله د ده په وينا د تعليم لېوالتيا کمه ده او خلک ساده ژوند ته تمايل لري.

دغه څرګندونو په ټولنيزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. يو شمېر کاروونکو دا نظر جنجالي بللی او ويلي يې دي چې تعليم د اقتصادي وضعيت بديل نه دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ اساسي لاره ده.

د اټومي انرژۍ متخصص ډاکټر تنها، د مرحون څرګندونو ته په اشارې په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې د ځمکو او اقتصادي سرچينو شتون يا نشتون د تعليم ځای نه شي نيولای، او زده‌کړه د هرې طبقې خلکو اساسي اړتيا ده.

په همدې حال کې ځينو کندهاري فعالانو د مرحون خبرې شخصي نظر بللی او ټينګار يې کړی چې د کابل پوهنتون د تاريخ په اوږدو کې د کندهار خلکو د علم او زده‌کړې په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.